د ازبکستان په سمرقند ښار کې د اروپايي ټولنې د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۸مه غونډه

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اروپا د چارو عمومي رييس په ازبکستان کې د اروپايي ټولنې د استازي له مرستيال سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د اتلسمې غونډې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي او د همکاريو د زياتوالي په باب خبرې اترې او تبادلې وشوې.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي: د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په چوکاټ کې به د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو لومړى کنفرانس د همکاريو د پراختيا په هدف جوړ شي.

د يادونې ده، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسيا د بهرنيو چارو د وزيرانو ١٧مه غونډه د نومبر په مياشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.

بیشتر بخوانید:  حامد کرزی له افغانستانه ووت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x