د اروپا د عدلیې محکمې د افغان کډوالو میرمنو د منلو پریکړه وکړه

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10978
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10978
کې خپور شو 3:23 ب.ظ

د اروپا د عدلیې محکمې ویلي دي چې د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې د افغان میرمنو د پناه غوښتنې د څیړلو لپاره یوازې جنسیت او تابعیت کافي دي. د آسټریا اداري محکمې د دوو افغان مهاجرو میرمنو د شکایت په تړاو دغه موضوع د اروپا د عدلیې محکمې ته راجع کړې وه. دغو دوو افغان مېرمنو د آسټریا د چارواکو له خوا د دوی د پناه غوښتنې د ردېدو پر ضد شکایت کړی دی. دوی ادعا کړې چې یوازې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پناه اخیستو یو لامل کېدای شي. په همدې خاطر د آسټریا اداري محکمې قضیه د اروپا د عدلیې محکمې ته راجع کړه او دا یې هم وپوښتل چې ایا د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه کولای شي چې یوې افغانې میرمنې ته یوازې د هغې د جنسیت له امله پناه ورکړي. د اروپايي ټولنې د عدليې محکمې څرګنده کړې، چې د يوې افغانې مېرمنې د پناه غوښتنې د پروسې په برخه کې دا ضروري نه ده، چې ثابته شي، که بېرته خپل هېواد ته ستنه شي، د ځورونې له ګواښ سره به مخ شي بلکه، دا کافي ده چې یوازې د هغه جنسیت او تابعیت په پام کې ونیسئ. په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له امله په هېواد کې د دوی لپاره ځای خورا تنګ دی او دوی له بېلابېلو محرومیتونو سره مخ شوي دي. د هېواد ښځې له کار، زده کړو او اساسي حقونو بې برخې دي. دا شرایط د دې لامل شوي چې د هیواد میرمنې بهر ته مهاجرت ته ترجیح ورکړي. ډیری هیوادوال د ښه وضعیت لپاره د سختو ستونزو سره اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي. د اروپايي قوانینو له مخې د مهاجرو د منلو بهیر ورو دی. د غوښتونکو لوی شمیر او د رسیدو هیوادونو د ظرفیت نشتوالي په اروپا کې د مهاجرینو منلو پروسه ستونزمنه کړې ده خو د اروپايي ټولنې د قضايي محکمې له پرېکړې سره د هېواد د ښځو لپاره د هيلو يوه کړکۍ پرانيستل شوه. که چیرې تابعیت او جنسیت په اروپایی هیوادونو کې د پناه غوښتنې معیار وي، نو ډیرو ښځو به ومنل شي. د دې په پام کې نیولو سره چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت مناسب نه دی، د اروپا د عدلیې د محکمې دغه اقدام په اروپا کې د افغان ښځو د ذهنی سولې په لور یو مهم ګام بلل کیدای شی. داسې ښکاري چې تر څو چې طالبان د ښځو حقونه په رسمیت ونه پیژني، د ښځو ستونزې به زیاتې شي او د طالبانو د حکومت لپاره مناسبه ده چې د هېواد حقایق درک کړي او د ښځو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي او ټولنه له بې عدالتۍ څخه وباسي. پرمختګ یوازې په متقابل عمل او د عدالت په خپراوي سره ممکن دي او تاریخ ثابته کړې چې یو اړخیزه توب او د استثماري سیاستونو پلي کول یوازې زیان رسوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
68038fbefb15e533f4fd7e6a0068704bccc57780-5568x3712
د افغانستان د فوټسال تاریخي بریا؛ د سیاسي تیارو په منځ کې د امید طلا
د افغانستان د ۱۷ کلنې لوبډلې تاریخي اتلولي په فوټسال کې، د هیڅ حکومت د منظم پلان یا رسمي پالیسۍ پایله نه ده؛ بلکې دا بریا د هغو زلمیانو د غیرت، هڅې او زړه‌سواندۍ ثمره ده، چې د وسایلو د کمښت، تبعیض او د ورزشي بنسټونو د نشتوالي سره سره یې باور درلود چې له رنځ او ستونزو څخه هم ویاړ زېږي.
روز-جهانی-هنر-1403
د رڼا استازي د تيارو په زمانه کې
نن د هنر رسالت په افغانستان کې څرګند دی. د انسانيت وجدان راويښول ددې خوار ولس د رنځونو پر وړاندې، او د بشري برخلیک احساس بيا راژوندي کول د رنګ، غږ، او کلمې له لارې، څو د تخليق ښکلا د حقيقت له رڼا سره وتړي. افغانستان نن هنر ته اړتيا لري، نه د سينګار لپاره، بلکې د بقا لپاره.
shahid-nasrollah11
سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
سید حسن نصرالله، د شهید حزب‌الله لبنان عمومي منشي، بې شکه د اسلامی نړۍ او منځني ختیځ د معاصرې نړۍ یو له ځانکړو او برخلیک ټاکونکو شخصیتونو څخه دی.
arbaeen430
د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.