د احصایې او اطلاعاتو ریاست د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونو ۱۷۴ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په منفکي مکتوب کې راغلي، چې د افشارو، د کابل په ١١ او ١٤ ولسواليو کې الکترونیکي د تذکرو د وېش مرکزونه لغوه شوي او د دغو مرکزونو کارکوونکي هم جلا شوي دي.

د دغو کارکوونکو له ډلې څخه یو یې وايي چې قرارداد یې د روان لمریز کال تر پایه پای ته رسېږي. خو نن (چهارشنبه، ۲ سنبله) د دوی وروستۍ کاري ورځ وه.

هغه زياته کړه، چې له يادو ١٧٤ کسانو څخه چې منفک شوي وو، ١٥٥ تنه يې په هغو مرکزونو کې په دندو ګومارل شوي، چې لغوه شوي او ١٩ نور له نورو مرکزونو جلا شوي دي.

په کابل کې د الکترونیکي تذکرو د وېش د مرکزونو د لغوه کېدو او د کارکوونکو د ګوښه کېدو لامل لا نه دی څرګند.

د احصایې او اطلاعاتو وزارت ویاند په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د احصایې او اطلاعاتو ادارې په داسې حال کې خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي چې په افغانستان کې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

دغې ادارې تر دې وړاندې د خپلو یو شمېر کارکوونکو قراردادونه نه وه تمدید کړي. همدارنګه د دغه دفتر يو شمېر کارکوونکي د معاشونو په ورکړه کې د ځنډ له امله نيوکه کوي.

بیشتر بخوانید:  په تېر کال کې د افغانستان په سوداګرۍ کې لس میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x