د اتریش په پلازمینه کې د طالبانو ضد سیاستوالو غونډه

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې، احمد مسعود، رحمت الله نبیل، رنګین دادفر سپنتا، فضل احمد معنوی، فوزیه کوفی، شاه‌ګل رضایی او یو شمیر نور افغان شخصیتونه به په دغه غونډه کې ګډون وکړی.

اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو مخالف سیاستوال تل د سولې خبرو ته د طالبانو د نه لېوالتیا شاهدان دي او اوس د یوې بدیلې لارې د موندلو لپاره د افغانستان د سیاسي اشخاصو او خلکو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده.

دوی وویل، د افغانستان خلک د یوه داسې حکومت او د یوه باثباته اساسي قانون مستحق دي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

سیاستوالو طالبانو ته ویلي چې دا ډله باید پوه شي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې له خوا د منلو وړ مشروع حکومت په جوړولو سره به رښتینې سوله رامنځته شي.

د دوی په وینا، د خدماتو په وړاندې کولو کې د طالبانو نه لېوالتیا او بې کفایتي، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو ساتنه، د امنیتي وضعیت خرابوالی، اقتصادي او بشري کړکېچ د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره نوې تګلارې ته اړتیا لري.

دوی وویل، طالبانو بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او له زده کړو، ټولنیزو فعالیتونو او ازادۍ یې بې برخې کړي دي.

بیشتر بخوانید:  په عمان کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو

اعلامیې په ډاګه کړې، چې تاوتریخوالی، وژنې، د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو شکنجې، د رسنیو سپکاوی او د لږکیو جبري مهاجرت د افغانستان د نن ورځې تریخ واقعیتونه دي.

په اعلاميه کې د ايمن الظواهري د مړينې يادونه هم شوې او زياته کړې يې ده، چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي او افغانستان د نړيوالو ترهګرو په خوندي کور بدل شوى دى.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x