دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال دقرغزستان له استازي سره وکتل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره شپه (د عقرب ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی: «داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين شيرمحمد عباس ستانکزي دقرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بيک او ورسره مل پلاوي سره وکتل.»

ده لیکلي: په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان په پوله کې وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسایلو د حل او د تفاهم او خبرو اترو له لارې د حل غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي: له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

بیشتر بخوانید:  د ټاپي پروژې مسوولينو د اسلامي امارت له امنيتي چارواکو سره د دغې پروژې د امنیت په تړاو خبرې وکړې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x