داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی/ د اسلام اباد سفیر هدف و

داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی/ د اسلام اباد سفیر هدف و

 

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغې ډلې د یکشنبې په ورځ (د قوس په ۱۳ مه) اعلان وکړ چې دغه برید د دغې ډلې د دوو غړو له خوا شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برید هدف د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبدالرحمن نظامي و، چې د برید پر مهال د سفارت په انګړ کې و.

داعش ویلي، چې په دغه برید کې د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی او ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې ماښام اعلان وکړ چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پر ودانۍ وسله وال برید شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه برید موخه د دغه هېواد د سفیر وژل و، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابل کې د پاکستان د سفیر یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د پاکستان حکومت دغه برید غندلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د دغه برید په اړه بشپړې پلټنې وکړي او عاملین یې ونیسي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان اسلامي امارت باید په افغانستان کې د پاکستاني دیپلوماتانو او اتباعو د خوندیتوب لپاره عاجل اقدامات وکړي.

بیشتر بخوانید:  په کابل پوهنتون کې د څلور زره نارینه او ښځینه محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

له دې سره سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان پر سفارت دغه برید او ناکامه برید غندي او متعصبو کسانو ته اجازه نه ورکوي، چې سفارتي ماموریتونو ته امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، د دې ډلې امنيتي بنسټونه به دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او عاملين به يې وپېژني او سزا به ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x