خوست کې د ترافیکي پېښې له امله دریو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

خوست کې د ترافیکي پېښې له امله دریو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

خوست کې روغتیايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

مسوولینو ویلي، پېښه د دغه موټر تر چپه‌کېدو وروسته شوې او پکې مړه‌شوي کسان تنکي ځوانان بلل شوي.

د دوی په وینا چې پرون (سه‌شنبه، د چنګاښ ۲۱مه) د دغه ولایت د مرکز اړوند د خوست له ملکي روغتون سره نږدې یو «ویډز» ډوله موټر چپه شو چې له امله یې دوه ځوانان مړه او یو بل ټپي شو.

د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې له امله یې د لویانو په ګډون ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه، د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او ترافیکي اشارو ته نه‌پاملرنه بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x