خلیلي: له طالبانو سره د یو ځای کېدو اوازې حقیقت نه لري/ د طالبانو جرګه په اماراتو کې دننه ده

خلیلي: له طالبانو سره د یو ځای کېدو اوازې حقیقت نه لري/ د طالبانو جرګه په اماراتو کې دننه ده

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي هېواد ته د خپل د راستنېدو او له طالبانو سره د خبرو اترو اوازو ته په غبرګون کې د متعصبو او تنګ نظره کسانو کار بللی دی چي د هغه په وینا د عامه ذهنیت ګډوډ او فضا مسموم کوي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ کریم خلیلي تېره شپه (د سرطان ۷) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ده لپاره د یوه شخص یا ګوند دریځ لومړیتوب نه لري، بلکې د هغه د خلکو قانوني او سیاسي دریځ لومړیتوب لري او تر څو چې دا دریځ روښانه نه وي، له طالبانو سره به هیڅ ډول تعامل نه وي.

خلیلي د طالبانو غونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا یوه بین الافغاني جرګه ده.

هغه ټینګار وکړ چې دا ډله باید د ملي او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د بین الافغاني سولې خبرو اترو ته داخل شي.

خلیلي ټینګار وکړ چې طالبان باید له ټولو افغان سیاسي جریانونو سره کار وکړي ترڅو د مشارکتي میکانیزم له لارې د خلکو د رایو او مدني حقونو پر بنسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.

هغه دا هم وويل چې په بلخاب کې جګړه ښيي چې په دې ولسوالۍ کې د بشر ضد جنايتونو څرګندې نښې شته.

بیشتر بخوانید:  د جګړې له پیل وروسته د زیلینسکي لومړنی بهرنی سفر
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x