د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د سه شنبې په ورځ وکړه چي د حکومت ضد مظاهرو کې د افغان مهاجرینو د ګډون په اړه د پاکستاني چارواکو دریځ له هغوی سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی زیاتوي. حنیف اتمر زیاته کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د مهاجرینو د ستونزو د لا زیاتېدو لامل شوی دی. ښاغلي اتمر په یوه پیغام کې چې د X ټولنیزې شبکې له لارې خپور شوی ویلي: “د پاکستان د داخلي ستونزو پړه پر افغان مهاجرینو اچول یوه پخوانۍ پالیسي ده.”او هغه ټینګار وکړ چي دا تورونه په پاکستان کې کمزورې حکومتدارۍ نه شي حل کولای.

- 46
- کې خپور شو 2:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 111659
- December 4, 2024
- کې خپور شو 2:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 111659
- December 4, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:12 - December 4, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=111659
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



