د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۳مه، په کابل کې د افغانستان د چارو لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په افغانستان کې د روسیې فډریشن له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع لخوا د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د امنیت، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په څیر مهمو مسلو خبرې وکړې.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې خپلې اړیکې رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو ته لوړې کړي او په امنیتي او اقتصادي برخو کې لا زیاته همکاري وکړي.
رسمي سرچینو دا هم تایید کړې ده چې ضمیر کابلوف د دې غونډې په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره هم ولیدل.