د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: په کابل کې د ایران د سفارت سلاکار عباس بدریفر وايي، حسن کاظمي قومي په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه معرفي شوی او ټاکل شوې چې د اداري کار له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته راشي. حسن کاظمي قومي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران د استازي په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یوه ایراني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې. دغه ایراني دیپلومات په هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې هم دنده ترسره کړې ده
- 39
- کې خپور شو 9:10 ق.ظ
- د خبر شمیره 1669
- December 18, 2022
- کې خپور شو 9:10 ق.ظ
- د خبر شمیره 1669
- December 18, 2022
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



