د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا، انګلستان، قطر او پاکستان له استازو سره د سولې د خبرو د پیل او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړې. نوموړی بیا د جرمني دوسلدورف ته تللی او له هغه ځایه به ترکیې ته ولاړ شي او هلته به د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره وګوري. کرزي دغه سفر د سولې د ماموریت د پلي کولو او د طالبانو له مشرانو سره د تفاهم په هدف کړی دي. هغه ته په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته له هېواده د وتلو اجازه نه وه ورکړل شوې، خو په دې وروستیو کې طالبانو هغه ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه ووځي. د جو بایډن اداره هڅه کوي چې د دوحې د خبرو اترو پروسه د ۲۰۲۴ کال د متحده ایالاتو تر ټاکنو دمخه یوې پایلې ته ورسوي. په همدې حال کې روسي چارواکو له افغان لوري سره په ګڼو ناستو کې ویلي چې دوی د امریکا د سولې د ناکام پلان مخالف دي او غواړي چې د سولې د نوي پلان په جوړولو سره په افغانستان کې د اختلافاتو د حل لپاره اقدام وکړي.

- 45
- کې خپور شو 9:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 1529
- December 11, 2022
- کې خپور شو 9:20 ق.ظ
- د خبر شمیره 1529
- December 11, 2022
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 09:20 - December 11, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1529
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدیجې امین مستند فلم «زما اولادونه چېرته دي؟» د اروپا په سینمایی جشن کې
16:59 - November 13, 2025

یاسین قادري، افغان اتل، د مستر المپیا سیالیو کې ګډون ونه سوای کولی
16:50 - November 13, 2025

شهباز شریف: د هند او طالبانو اړیکې د پاکستان په ګټه نه دي
16:42 - November 13, 2025

استرالیا د طالبانو پر وړاندې د نوو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ
16:36 - November 13, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments