پداسې حال کې چې د بایډن د استعفا لپاره د ډیموکراتیک ګوند دننه غوښتنې ډیرې شوې وې؛ د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په X ټولنیز شبکه کې دا اعلان وکړچی هغه به د دغه هیواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند نه وي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د X ټولنیزې شبکې له لارې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته به ځان کاندید نه کړي. بایډن وویل: زه باور لرم چې دا زما د ګوند او ادارې په ګټه ده چې زه استعفا ورکړم او یوازې د خپلې پاتې مودې لپاره د خپلو دندو په ترسره کولو تمرکز وکړم. هغه ټینګار وکړ چې دا زما لپاره لوی ویاړ دی چې ستاسو د ولسمشر په توګه خدمت کوم. جو بایډن زیاته کړه: “زه به د دې اونۍ په وروستیو کې د خپلې پریکړې په اړه له خلکو سره په تفصیل سره خبرې وکړم.”

- 47
لنډ لینک: https://memar.press/?p=9611
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 9611
کې خپور شو 3:53 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				












 
								 
								