د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی جعفر مهدوی په نویو څرګندونو کښې د طالبانو او د دغې ډلې د سیاسی مخالفانو ترمینځ په خبرو کښې د پام وړ پرمختګ اعلان کړ. ښاغلی مهدوي، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، دغه خبرې اترې هیله بښونکې وبللې او ویې ویل چی په نږدې راتلونکي کې به د دغو خبرو اترو عملي او مثبتې پایلې ووینو. جعفر مهدوي د جمعې په ورځ په اکس کې لیکلي چې د افغانستان خلک د جګړې او تاوتریخوالی د دوام ملاتړ نه کوي. جعفر مهدوي ویلي، د افغانستان داخلي ستونزې به د ټولو خواوو تر منځ په معنی او احساساتي خبرو اترو حل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104177
۴ اونۍ پیش
شماره خبر 104177
منتشر شده در ۱۴:۰۶ - میزان ۲۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email