جان بولټن: له افغانستانه د امریکا وتل یوه «لوي تېروتنه» وه

جان بولټن: له افغانستانه د امریکا وتل یوه «لوي تېروتنه» وه

جان بولټن په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور ته په اشارې سره دا یادونه وکړه چی د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې، “له افغانستان څخه د امریکا پر ضد هیڅ ترهګریز برید نه دی شوی.” خو هغه د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او دا یې یوه “ناوړه تېروتنه” وبلله. د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فشارونو سره تړلي بولي. ښاغلی بولټن وايي په داسې حال کې چې د افغانستان پخوانی حکومت نیمګړی و؛ خو اوسنيو حالاتو ته په کتو دا غوره وه. نوموړي د خپلو څرګندونو په پای کې خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان د امریکا پر ضد د بریدونو توان لري.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په کابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره د ځانګړي میشت ځای د جوړولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x