ترکیې په رسمي توګه په تل ابیب کې خپل سفیر وټاکه

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د «روسیا الیوم» خبري سایټ د راپور له مخې، د دغه ګومارنې رسمي پریکړه په رسمي ورځپاڼو کې خپره شوې او پکې راغلي دي: د ترکیې د ولسمشر د پریکړې له مخې شاکر اوزکان تورونلر په اسرائیلو کې د ترکیې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د ترکیې د ولسمشر د فرمان په متن کې راغلي چې “د بهرنیو چارو د مشورتي شورا غړی شاکر اوزکان تورونلر د ولسمشر د درېیمې ګڼې د فرمان د ۲ او ۳ مادو پر بنسټ په اسراییلو کې د ترکیې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی”.

په تل ابیب کې د انقرې سفیر له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په بیت المقدس کې د قونسل جنرال او په فلسطین کې د ترکیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

تر دې غونډې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي و، چې انقرې پرېکړه کړې چې په اسرائیلو کې خپل سفیر وټاکي او له اسرائیلو سره خپل ډیپلوماټیکې اړیکې بیرته پیل کړي.

اردوغان په تېرو څو ورځو كې د تركيې له TRT تلويزيوني چينل سره په يوه مركه كې په اشغال شويو سيمو كې د كنسيټ د انتخاباتو د احتمالي نتايجو په اړه وويل، چې تركيه غواړي له صهيونيسټ رژيم سره د متقابل تفاهم پر بنسټ خپلې اړيكې ټينګې كړي.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ایران سفیر: د ایران او افغانستان سرحدي اړیکې پراخېږي

د ترکیې ولسمشر په دې اړه ټینګار وکړ: موږ تمه لرو چې له اسراییلو سره به زموږ اړیکې په اشغال شوي فلسطین کې د ټاکنو د پایلو په پام کې نیولو پرته د ګډو حساسیتونو او ګټو لپاره د متقابل درناوي پر بنسټ وساتل شي.

له اسرائیلو سره د اړیکو پر ساتلو د اردوغان ټینګار په داسې حال کې دی چې په تل ابیب کې د سفیر تر ټاکلو مخکې، انقرې څو میاشتې مخکې د اسراییلو د ولسمشر اسحاق هرټزوګ کوربه و. او په دې وروستیو کې د دغه رژیم د جګړې وزیر بیني ګانتز په ترکیه کې له اردوغان سره وکتل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x