ترکیې د ملګرو ملتونو په جوړښت کې د بیا کتنې غوښتنه وکړه

ترکیې د ملګرو ملتونو په جوړښت کې د بیا کتنې غوښتنه وکړه

د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي د ملګروملتونو د بیا تنظیمولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړۍ د ملګروملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه لویه ده.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې د ولسمشرۍ د ارتباطاتو د مرکز مشر فخرالدین آلتون د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په خاطر د ملګرو ملتو د بیا تنظیمولو غوښتنه وکړه.

نوموړي د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د ملګرو ملتونو اصلي موخه د نړيوالې سولې او امنيت رامنځته کول او ساتل دي.

الټون زیاته کړه چې ملګرو ملتونو له خپل پیل راهیسې په نړۍ کې د سولې او ثبات په برخه کې پراخه ونډه اخیستې ده، خو له سړې جګړې وروسته نه دی توانیدلی چې د سترو بشري بحرانونو د مخنیوي لپاره یوه کوټلي حل لاره وړاندې کړي او نه دی توانېدلی چې د سولې او امنیت په ټینګښت کې فعال رول ولوبوي.»

د ترکیې د ولسمشرۍ د ارتباطاتو د مرکز مشر زیاته کړه چې ملګري ملتونه په بوسنیا، هرزګوینا، روانډا، سوریه او کوزوو کې ونه توانېد چي د بشري ناورین مخه ونیسي او همدارنګه په دې وروستیو کې ونه توانېد چي د اوکراین پر ضد د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.

بیشتر بخوانید:  ملا محمد ناصر اخند د مالیې وزارت د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه چې د سولې او امنیت د ملاتړ په هدف رامنځته شوي، په دې برخه کې د بشري ټولنې غوښتنې نه شي پوره کولای.

التون زیاته کړه: “د هغو پیښو سره په مقابله کې چې د نړۍ سوله او ثبات تهدیدوي، د ملګرو ملتونو د فعال او همغږي رول کمزورتیا هم په نړیواله ټولنه کې د دې ادارې موقف کمزوری کړی دی.”

هغه ټینګار وکړ چې د نړیوالې سولې او هیلو د ملاتړ لپاره باید د ملګرو ملتونو جوړښت لا زیات فعال شي.

د ترکیې د ولسمشرۍ د ارتباطاتو د مرکز مشر وویل: په دې برخه کښې مو له ډیرې مودې راهیسي خپل وړاندیز وړاندې کړ او ټولو هیوادونو ته یې وړاندې کړ.

التون ټینګار وکړ چې د ترکیې وړاندیز په دې شعار کې منعکس شوی دی چې “نړۍ له پنځو هیوادونو څخه لویه ده” (د امنیت شورا پنځه دایمي غړو ته اشاره کوي) او د امنیت شورا جوړښت بدلولو باندې تمرکز کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x