د معمار پرس د خبر له مخې، په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي په کابل کې د طالبانو له خوا د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې چی د هغه هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې ښاغلي اونل وویل: ترکیه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دغه هېواد له سوداګرو غواړي چې د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونه وکړي.

- 48
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10249
- کې خپور شو 11:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 10249
- September 5, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10249
- کې خپور شو 11:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 10249
- September 5, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 11:16 - September 5, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



