ترکمنستان د طالبانو د سفارت د شارژدافیر د منلو اعلان وکړ

ترکمنستان د طالبانو د سفارت د شارژدافیر د منلو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې: دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چی د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف فضل محمد صابر د دغه هېواد په پلازمېنه عشق اباد کې د طالبانو د سفارت د شارژدافیر په توګه منلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه په خپله X ټولنیزه پاڼه کې د مردوف په حواله لیکلي دي چی ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو د پلي کولو پلان لري. له همدې امله، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول یو مهم ګام دی. د سرچينې په وينا، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې، چې د دواړو لورو په ګډو ډيپلوماټيکو هڅو سره به د ټاپي، ټاپ او د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژو عملي کار ډېر ژر پيل شي.

بیشتر بخوانید:  ګوتریش: د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو له زده کړو د منع کولو پرېکړه به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x