برتانوي چارواکي: موږ د کابل تر سقوط پورې د دوحې د تړون له جزیاتو خبر نه وو

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ سنډې ټایمز د یکشنبې په ورځ (اګست ۱۴) راپور ورکړ چې د دوحې له تړون څخه د لندن د لرې کولو په اړه د واشنګټن پرېکړې د بریتانیا او امریکا تر منځ پر “ځانګړو اړیکو” د پام وړ اغېز کړی دی.

د سنډی ټایمز د برتانیې د حکومتی سرچینو سره د مرکو له مخې، دا څرګنده شوې چې د دوحې تړون سره ضمیمه هیڅکله د انګلستان یا نورو ناټو ملګرو سره شریکه شوې نه وه.

دغې بریتانوۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د دوحې د موافقې د ضمیمې په هکله د بریتانیا له څو میاشتو بي خبرۍ وروسته د هغه وخت د بریتانیې د دفاع د وزارت مشر جنرال سر نیک کارټر له خپل امریکایي سیال جنرال مارک میلي سره د توضیحات غوښتنه وکړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو. ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د دغه تړون لاسلیک د طالبانو په لاس کې د پخواني افغان رژیم د نسکورېدو اصلي لامل و.

بیشتر بخوانید:  طالبان: پراخه اقتصادي وړتیاافغانستان د سیمې لپاره یو فرصت دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x