بایډن: موږ په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه

لنډ لینک: https://memar.press/?p=675
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 675
کې خپور شو 4:42 ب.ظ

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي ځواکونو په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

د معمار وحدت د خبر له مخې، ښاغلي بایډن نن سهار د سی شنبې په ورځ (د اسد ۱۱) په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل د افغانستان پلازمېنه په زړه کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي بایډن وویل: “ما په شخصي توګه د دې برید اجازه ورکړې وه او د الظواهري په وژلو سره د هغه لپاره عدالت اجرا شوي دي او دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی.

هغه څرګنده کړه: د القاعدې مشر په تیرو څو لسیزو کښې په تانزانیا کښې د امریکې په سفارت باندې د حملې په شمول په امریکایانو باندې په حملو کښې اساسي رول لوبولی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته الظواهري د القاعدې مشري پر غاړه درلوده.

د جوبایډن په وینا، الظواهري له کلونو راهیسې متحده ایالاتو ته مطلوب و او په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د لیدو لپاره په کابل کې ځای پر ځای شوي و.

هغه وويل: “الظواهري د القاعدې يو له مهمو څېرو څخه و. هغه د بن لادن په ژوند کې د هغه د مرستيال په توګه کار کاوه. پر الظواهري بريد په احتياط سره پلان شوى و. ماموريت بريالى و.”

جمهور رئیس وویل: امریکا به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

هغه زیاته کړه: موږ د امریکایانو د ګټو ساتنې ته دوام ورکوو او که څوک امریکا ته په هرځای کې ګواښ وکړي، امریکا به یې ومومي او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارواکو د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کابل د شهر پور په سیمه کې پر یوه تش کور توغندیز برید شوی او ویلي یې دي چې په دغه کور کې چاته زیان نه دی اوښتی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د عقرب 13)
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 13
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، عقرب 13
1de21348-da5e-4315-85ca-5a8a59b7f113_w408_r1_s
د افغانستان په جنوبي پولو کې انساني ناورین؛ نړیواله ټولنه باید اقدام وکړي
د پاکستان له‌خوا د افغان مهاجرینو د ډله‌يیز اخراج د دوام په تعقیب، کارپوهانو او د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د استوګنې د اسانتیاوو او لومړنیو خدماتو د نشتوالي له امله د افغانستان په جنوبي پولو کې د یو پراخ انساني ناورین د رامنځته کېدو احتمال سته.
بازگشت-مهاجرین-افغان
یوازې د یوې ورځې په اوږدو کې د ۲۸۰۰ څخه زیاتو کورنیو ستنېدل افغانستان ته
د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ستنېدو لړۍ په دوام کې، د طالبانو رسمي سرچینو ویلي چې یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه)، له بېلابېلو پولو څخه له ۲۸۰۰ څخه زیاتې افغان کورنۍ هېواد ته ستنې سوې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.