ایران له افغانستان سره د ګډ بازار د جوړولو وړاندیز وکړ

ایران پیشنهاد راه‌اندازی بازارچه‌های مشترک با افغانستان را مطرح کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت چارواکو د ګډو سرحدي بازارونو د جوړولو له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. د جنوبي خراسان ولایت د بیرجند ځانګړي اقتصادي زون اجرایوي رییس حسین زارعي د چهارشنبې په ورځ (د جدي ۱۲مه) په جنوبي خراسان کې د افغان سوداګرو حضور، له جنوبي خراسان څخه افغانستان ته د سوداګریزو هیئتونو استول او د ګډو غونډو ترسره کول اغیزمن وبلل. د بیرجند خاص اقتصادی زون مشر له افغانستان سره د ایران د جنوبی خراسان ولایت سرحدی ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د ګډو پروژو بشپړیدل د دواړو هیوادونو ترمینځ دوامداره تعقیب او نږدی ملګرتیا ته اړتیا لری.

بیشتر بخوانید:  ایران د ډوغارون له لارې د ۵۲۰ زره غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه