د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (د جوزا په ۱۲مه) په یوه خبري کنفرانس کې د ګاونډیتوب پالیسۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت په جدي توګه د ګاونډیو هیوادونو او سیمې سره د دې پالیسۍ د پیاوړتیا په لټه کې دی.
هغه د کډوالو په موضوع باندې دوام ورکړ او زیاته یې کړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایراني چارواکو سره د وروستۍ غونډې په جریان کې د کډوالو د مسلې په ګډون دوه اړخیزه همکاري بحث شوه.