اوکراین له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰۰ اعلان کري دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د فرانس ۲۴ په وینا؛ د اوکرایین د پوځ قوماندان جنرال والیري زالوجیني د پخوانیو پوځیانو په حضور کې په یوه مراسمو کې وویل: ډېر اوکرایني ماشومان پاملرنې ته اړتیا لري ځکه چې “پلار یې جګړې ته تللي او ممکن یو له هغو شاوخوا ۹۰۰۰ اتلانو څخه وي چې وژل شوي دي.”

داسې ښکاري چې اوکراین د خپلو جګړو د تلفاتو په اړه د چپ پاتې کیدو تاکتیک پریښود او یو شمیر تلفات یې اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې په منظمه توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.

بل لور ته هم روسیې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي احصایې نه دي ورکړي او اوکراین ادعا کوي چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې په جګړه کې نژدې ۳۰ زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ په لټه کې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x