د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره ولیدل. د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو، اقتصادي مسلو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي چې امیر خان متقي له متحده عربي اماراتو څخه غوښتي چې په اقتصادي برخو کې له افغان سوداګرو سره زیاته همکاري وکړي او همدارنګه د افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو اسانتیاوې برابرې کړي.

- 58
لنډ لینک: https://memar.press/?p=116411
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 116411
کې خپور شو 2:13 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				












 
								 
								