امیرخان متقي: د طالبانو له رژیم راهیسې هیڅوک د سیاسي دلایلو له مخې هجرت ته نه دي اړ شوي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په دې غونډه کې وویل چې د دغې ډلې له حکومت سره د مخالفت له امله هیڅ کورنۍ نه ده کډه شوې.

په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير هم د مرستندويه بنسټونو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په تير کال کې څرګنده شوه چې دغې ډلې د دغو بنسټونو په کار کې غير ضروري لاسوهنه نه ده کړې.

هغه له مېرمن ډانیلز څخه وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د فعالیت راپور نړیوالو ټولنه ته په مثبت ډول وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بيا ټينګېدو له امله په زرګونو کسان له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي او وخت په وخت په رسنيو کې د طالبانو له خوا د ځينو افغان سياستوالو او منتقدينو د ځورولو راپورونه هم خپرېږي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان کورش ملي لوبډله د اسیا په کچه پنځم مقام خپل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x