افغان زیارت‌کوونکو ته د ایران د وړیا ویزو د ورکولو شرایط

افغان زیارت‌کوونکو ته د ایران د وړیا ویزو د ورکولو شرایط

په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت لومړي مرستيال وويل چې سږ کال به د سياحتي او زيارت کوونکو شرکتونو له لارې د حسيني اربعين زيارت کوونکو ته وړيا ويزې ورکړي. ښاغلي نجار څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغان زیارت‌کوونکو د کاروانونو د وړیا دوه ځلې ویزې ترلاسه کولو اصلي شرط د دغه هیواد له سیاسي او قونسلګرۍ استازو څخه عراق ته د ننوتو لپاره د ویزې ترلاسه کول دي. ښاغلي نجار وویل، هغه زیارت‌کوونکو چې غواړي د هوایی له لارې سفر وکړي، کولای شي په انفرادي ډول وړیا ویزې ترلاسه کړي. ښاغلي نجار د افغان اربعین زیارت‌کوونکو د راستنیدو د تضمین په اړه هم وویل چی له عراق څخه د راستنیدو وروسته، سیاحتي او زیارت کونکي شرکتونه چې د ویزې ترلاسه کولو لپاره یې د اجازې شوي زیارت‌کوونکو بشپړ لیست سپارلی دی اړ دی چې د زیارت‌کوونکو د لومړني لیست پراساس د دریو هیوادونو پاسپورتونه چې د ننوتلو او وتلو ټاپهونه ولري د په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ او سیاسي دفترونو ته وسپاري چی باید څرګنده شي چې ټول هغه کسان چې د اربعین ویزې یې ترلاسه کړې وې د زیارتونو له زیارت کولو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د ایران په چهارمحال او بختیاري ولایتونو کې د غیر قانوني بهرنیو مهاجرینو ننوتل منع شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x