افغانستان کې د جنګي جنایتونو د تورونو پر څېړنې د بشري حقونو بنسټونو ټينګار

لنډ لینک: https://memar.press/?p=597
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 597
کې خپور شو 6:49 ب.ظ

د بنښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د برېټانیوي ځواکونو له خوا د افغانستان د ولسي وګړو د وژنې په هکله د بي بي سي رپوټ موندنې وحشتناکه ګنلي او د دغې پېښې د عاملانو پر ځواب ویلو یې ټينګار کړی دی.

دغه بنسټ ویلي دي چې د سزا نړۍواله محکمه باید په افغانستان کې د ټولو لوریو له خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو د ادعاوو په هکله څېړنه وکړي.

افغانستان کې د ولسي وګړو د وژنې د ادعاوو په هکله غبرګونونه له هغې پورته شوي چې بي بي سي په خپله تازه څېړنه کې فاش کړې چې برېټانیوي ځواکونو له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کاله په هلمند ولایت کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او ولسي خلک یې وژلي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مدافع رییس جان سیفتون په دې هکله وویل:«د بي بي سي په رپوټ کې شوې ادعاوې جدي دي. د برېټانیا حکومت اړتیا لري چې په دې تړاو ژر تر ژره ځواب ورکړي او په دې تړاو چې څرنګه مشکوکې وژنې شوې دي او تر ټولو مهمه دا چې ولې ځواب ورکونه نشته؟ پر دغو وژنو سربېره دا ډېره ټکان ورکوونکې ده، چې جګپوړو نظامي افسرانو دغه جنایتونه پټ ساتلي دي او په څېړنو کې یې لاسوهنه کړې ده.»

د بښنې د نړۍوال سازمان د سوېلي آسیا د برخې څېړونکی زمان سلطاني څرګنده کړه:«موږ د برېټانیا حکومت لهخوا د هر اړخیزو، رڼو څېړونو غوښتونکي یوو، نه یوازې دا بلکې د سزا له نړۍوالې محکمې هم غواړو چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو او د بشري جرایمو پر ضد هر اړخیزې څېړنې پيل کړي.»

بلخوا د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وایي چې د وروستیو شلو کلونو په جګړو کې یې لږ تر لږه د کورنۍ یو غړی د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی ملا محمد آخند وویل:«زما د کورنۍ څلور تنه شهیدان شوي، یو مې ورور، او درې نور مې ورېرونه وو.»

بل خوا اسلامي امارت هم د دغه راز پېښو له عاملانو سره پر قانوني چلن ټينګار کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د شلو کلونو په اوږدو کې هغو ټولو هېوادونو چې زموږ په هېواد کې حضور درلود او زموږ هېواد یې ښکېلاک کړئ وو، او دا ډول کړنې یې کړي دي، دا یوه ډېره کمه سلنه ښيي چې دا واقعیت دی.»

خو د برېتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د ځانګړو برېټانیوي ځواکونو د جنایتونو په تړاو د بي بي سي د څېړنې موندنې رد کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
unnamed
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
Woman-WHO-1024x576
د افغانستان د ښځو د امیندوارۍ پټ روغتیایي بحران
بازداشت-مهاجران-در-پاکستان
د پنجاب پولیسو د افغان مهاجرینو د نیولو لړۍ پیل کړې ده
د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان چارواکو په پنجاب ایالت کې د افغان مهاجرینو د نیولو او شړلو پراخه عملیات پیل کړي دي.
khaje-asef-2
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند استازي ځواک ګرځېدلي دي
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.