د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلان وکړ چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د روسیې په نوسکي کې د یوولسم نړیوال چاپیریالي کانګرس په څنډه کې د اذربایجان د ایکولوژي او طبیعي سرچینو له وزیر مختار بابایوف سره دوه اړخیزه غونډه وکړه.
د دې غونډې موخه د چاپیریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا او د COP30 کنفرانس په ګډون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ګډون لپاره لاره هوارول وو.