افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی

د ښځو تعلیمي، ټولنیزو او حرفوي محرومیتونو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي. نن ورځ افغان میرمنې په ډیرو بدو شرایطو کې دي چې د وضعیت د ښه کیدو هیله یې ورته ناممکنه کړې ده. افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی ځانګړې 1 ورځ مخکې د خبر شمیره 96636 په 19:55 کې خپور شوی - د سنبلې 15, 1403 د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیز انسټیټیوټ د ګډ راپور له مخې، افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو "بد" هیواد دی. په دغه راپور کې د جندر پر بنسټ په ۱۳ شاخصونو کې د ښځو وضعیت د عدالت او امنیت، ښوونې او روزنې، د میندو مړینه، کارموندنه، سیستماتیک تاوتریخوالی څېړل شوی دی. افغانستان د نړۍ د ښځو، سولې او امنیت په شاخص کې د ښځو د وضعیت له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې وروستی ځای لري. دغو دوو څیړنیزو مرکزونو د طالبانو له خوا د ښځو د انتقامي وژنو او د هغوی د جبري ورکیدو په ګډون د څو "ترخو" مثالونو په نظر کې نیولو سره دغه ټکی په پام کې نیولی دی. د دغه راپور له مخې له افغانستان وروسته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مرکزي افریقا او یمن د ښځو لپاره تر ټولو بد هیوادونه دي. تېر کال افغانستان د ښځو د پراختیا په برخه کې د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای درلود. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده او د سروې ګانو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو ښځو څخه اوه یې له رواني او احساساتي ستونزو سره مخ دي. نن ورځ افغان میرمنې په ډیرو بدو شرایطو کې دي چې د وضعیت د ښه کیدو هیله یې ورته ناممکنه کړې ده. د دغو خنډونو او محدودیتونو له لګولو څخه د ۳ کلونو په تېرېدو سره اوس د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه له یوه تاریخي امتحان سره مخ ده. اوس طالبان باید روښانه کړي چې دوی د ښځو او د هغوی د حقونو په اړه کوم ځانګړی نظر لري او آیا په اصل کې د دوی لپاره کوم حق لري او که نه؟ له بلې خوا نړیواله ټولنه هم د ښځو لپاره د دې ډلې د بندیزونو پر وړاندې دروند مسوولیت لري. دوی باید په افغانستان کې د ښځو د نه پاملرنې پر وړاندې روښانه دریځ غوره کړي او د ټولنې د یوې لویې برخې حقونه د سیاست او بې ګټې تعاملاتو د لوبو لپاره قرباني نه کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10289
۱ کال مخکی
شماره خبر 10289
منتشر شده در 6:08 ب.ظ

د ښځو تعلیمي، ټولنیزو او حرفوي محرومیتونو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي. نن ورځ افغان میرمنې په ډیرو بدو شرایطو کې دي چې د وضعیت د ښه کیدو هیله یې ورته ناممکنه کړې ده. افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی ځانګړې 1 ورځ مخکې د خبر شمیره 96636 په 19:55 کې خپور شوی – د سنبلې 15, 1403 د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیز انسټیټیوټ د ګډ راپور له مخې، افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو “بد” هیواد دی. په دغه راپور کې د جندر پر بنسټ په ۱۳ شاخصونو کې د ښځو وضعیت د عدالت او امنیت، ښوونې او روزنې، د میندو مړینه، کارموندنه، سیستماتیک تاوتریخوالی څېړل شوی دی. افغانستان د نړۍ د ښځو، سولې او امنیت په شاخص کې د ښځو د وضعیت له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې وروستی ځای لري. دغو دوو څیړنیزو مرکزونو د طالبانو له خوا د ښځو د انتقامي وژنو او د هغوی د جبري ورکیدو په ګډون د څو “ترخو” مثالونو په نظر کې نیولو سره دغه ټکی په پام کې نیولی دی. د دغه راپور له مخې له افغانستان وروسته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مرکزي افریقا او یمن د ښځو لپاره تر ټولو بد هیوادونه دي. تېر کال افغانستان د ښځو د پراختیا په برخه کې د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای درلود. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده او د سروې ګانو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو ښځو څخه اوه یې له رواني او احساساتي ستونزو سره مخ دي. نن ورځ افغان میرمنې په ډیرو بدو شرایطو کې دي چې د وضعیت د ښه کیدو هیله یې ورته ناممکنه کړې ده. د دغو خنډونو او محدودیتونو له لګولو څخه د ۳ کلونو په تېرېدو سره اوس د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه له یوه تاریخي امتحان سره مخ ده. اوس طالبان باید روښانه کړي چې دوی د ښځو او د هغوی د حقونو په اړه کوم ځانګړی نظر لري او آیا په اصل کې د دوی لپاره کوم حق لري او که نه؟ له بلې خوا نړیواله ټولنه هم د ښځو لپاره د دې ډلې د بندیزونو پر وړاندې دروند مسوولیت لري. دوی باید په افغانستان کې د ښځو د نه پاملرنې پر وړاندې روښانه دریځ غوره کړي او د ټولنې د یوې لویې برخې حقونه د سیاست او بې ګټې تعاملاتو د لوبو لپاره قرباني نه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بیرق-پاکستان
پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي
پاکستاني سرچینو اکسپرس ټریبون ته ویلي چې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان طالبان د پاکستان د امنیتي اندېښنو ځواب ورنه کړي، اسلام‌آباد به د هغوی ملاتړ ونه کړي.
کمپ-مهاجرین-افغانستانی-در-پاکستان (1)
پاکستان: په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو کمپونه ژر تر ژره تړل کېږي
په پاکستان کې د دیره اسماعیل خان، تانک، لکي مروت، بنو او مانسهره سیمو کې کمپونه په بشپړه توګه تړل سوي او په یو شمېر نورو سیمو کې هم د افغان کډوالو کمپونه د تړل کېدو په حال کې دي.
seraj-haghani
سراج‌الدین حقاني: هېڅ سالم عقل باور نه‌ درلود چې طالبان به بریالي سي
سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د پکتیکا ولایت د سفر پر مهال د طالبانو بریا «د بشري عقل له مخې نه‌منل کېدونکې» وبلله او ادعا یې وکړه چې دا بریا د افغانانو د «ولاړې او زغم» مستقیمه پایله ده.
dna-test
طالبانو په افغانستان کې د لومړني «DNA» لابراتوار د پرانېستې خبر ورکړ
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د لومړي ځل لپاره د «DNA» ازموینو مرکز پرانیستی دی.
آخرین اخبار مهم
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، چهارشنبه، د میزان 23
۲۰ ساعتونه مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د قندهار په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نوې نښته
۲ ورځې مخکی
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د پاکستان د سیاستونو محصول وو، خو نور د باور وړ ندي
۲ ورځې مخکی
وزیر دفاع پاکستان: طالبان ساخته پاکستان بود، اما دیگر قابل اعتماد نیست
پاکستان: طالبان باید په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړولو تمرکز وکړي
۲ ورځې مخکی
پاکستان: طالبان باید بر تشکیل حکومت فراگیر در افغانستان تمرکز کنند
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د نړېوالې انرژۍ فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
ملګرو ملتونو د افغانستان د ۱۱۰ ټولنو څخه د طبیعي پېښو پر وړاندې ملاتړ کړی
۲ ورځې مخکی
IOM
افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې ډېر زیان‌ منونکې دی
۲ ورځې مخکی
د ایران او افغانستان لومړۍ ګډ نندارتون په بیرجند ښار کې پرانیستل سو
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۴ ورځې مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۲ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۲ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۳ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۴ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ