د پاکستان مرکزي بانک دغه خبر ورکړی دی چي د روان میلادي کال په وروستیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د هېواد صادرات څه باندې ۲۹۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه راپور له مخې، د روان ميلادي کال له جولای څخه تر اکتوبر میاشتې پورې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو لکه بنګله دېش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیف ته د پاکستان صادرات زیات شوي دي. په همدې حال کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. د صادراتو له زياتوالي سره سره اوس هم شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا پر وړاندې خنډ دي.

- 51
- کې خپور شو 4:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 112312
- December 9, 2024
- کې خپور شو 4:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 112312
- December 9, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:33 - December 9, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112312
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



