اطلاعاتو او کلتور وزیر د ننګرهار فرهنګي او رسنیز فعالیتونه وستایل

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر

د معمار  د خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نور محمد حنیف او د دغه ولایت د ملي راډیو ټلویزیون مشر مولوي امان الله عادل د ترسره شویو فرهنګي او رسنیزو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور له وزیر سره شریک کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ او د ملي راډیو ټلویزیون د مشرانو فعالیتونه وستایل او په یو شمېر برخو کې یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دې وړاندې د نورستان، کونړ، سرپل، کندهار، غزني، لوګر، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیسانو سره هم کتلي و او د چارو پر لا ښه والي یې ټینګار کړی و.

بیشتر بخوانید:  هره ساه له دې باغ څخه راځي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x