اسراییل په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه دولتي ترهګري ده

اسراییل په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه دولتي ترهګري ده

صهیونیسټي رژیم په یوه لیونی او خطرناک اقدام کښې یو داسې جنایت ترسره کړ چې د دغه جعلی حکومت د ترهګرو هویت او د نړیوالو قوانینو نه مراعات یې نور هم څرګند کړ. د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې د ایران د ولسمشر په بلنه د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و، د اسرائیلو په برید کې په نښه شو او شهید شو. د ايران د اسلامي جمهوريت په خاوره کښې د يو لوړ رتبه فلسطيني چارواکي د وژلو کوشش يو داسې جنايت دی چې ډيرې پايلې به ولري. که څه هم تر اوسه اسرايلو په رسمي ډول د دې وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى، خو د دغه ظالم رژيم ريکارډ او شته شواهد هم تاييدوي چی دا کار په ښکاره توګه د صهیونیسټانو لخوا ترسره شو. اسراییل د غصب، وژنې او بې قانونۍ پر بنسټ جوړ شوی او تل یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپل وحشت ښودلی دی. صهیونیسټانو له هماغه پیله د فلسطینیانو شکنجه کول او بندیان کول پیل کړل او د وحشت او وژلو په پیلولو سره یې د نړۍ په ترټولو ستر ترهګر هیواد بدل کړ. د صهیونیسټانو د وژلو هڅه یوازې په فلسطین او لبنان پورې محدوده نه ده او د نړۍ په نورو سیمو کښې هم دغه جنایت ترسره کوي چې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی. په دې وروستیو کې اسرائیلو په سوریه کې د ایران قونسلګرۍ په نښه کړه چې له امله یې د دغه هېواد څو پوځي قوماندانان ووژل شول. د ایران د اسلامی جمهوریت په پلازمینه کښې د شهید اسماعیل هنیه په وژلې سره اسرائیلو په عملی توګه د مقاومت د محور او په تېره بیا د ایران په خلاف هر اړخیزه جګړه پیل کړې ده چې پایلې به یې ډېرې جدی او خطرناکې وی. د فلسطین غاصبین چې خپل ژوند ته د تباهۍ او زوال په سترګه ګوري، د خپلې تباهۍ د مخنیوي لپاره هر څه کوي، خو نه پوهیږي چې د داسې جنایتونو په ترسره کولو او د نړیوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره خپل د ماتې او تباهۍ اسانتیاوې برابروي. اوس صهیونیسټانو ته د ځواب ویلو لپاره د مقاومت د جبهې او په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت هوډ له بل هر وخت نه زیات شوی دی او اسرائیل په ویره او وحشت سره په مرګوني چوپتیا کښې ژوند کوي. مسلمانان او د نړۍ ازاد خلک باید د اسرائیلو په وړاندې د هر اړخیزې مبارزې لپاره ځانونه چمتو کړي چې که چوپتیا او بې پروايي وکړي، صهیونیسټان به اسلامي خاورې د مسلمانانو د وژنې په ډګر بدلې کړي.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: د ژمي په را رسېدو سره په هرات کې ډېری زلزله ځپلي سرپناه او اوبو ته لاسرسی نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x