اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۴۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

اروپایي ټولنې له افغانستان سره  ۴۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

اروپايي ټولنه وايي، د بېوزله افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره ۴۰ میلیون یورو مرسته کوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپايي ټولنه دا مالي مرسته په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د تطبیق او د ماشومانو د ملاتړ لپاره کوي.

د یونیسف په اعلامیه کې یو ځل بیا د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب بلل شوی او ویل شوي چې په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخ دي.

دوی دا هم ویلي چې زیات ماشومان او تنکي ځوانان د بېوزلۍ له امله سختو کارونو ته اړ کېږي چې دا یې په راتلونکي ژوند منفي اغېز کوي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره سم ځینې تنکي ځوانان له دغه هېواد په ناقانوني لارو بهر ته سفر کوي او د ژوند سخت پړاوونه تجربه کوي.

بیشتر بخوانید:  د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x