د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ماموریت پای ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه چې تر بلې خبرتیا پورې، د اروپايي ټولنې د بهرني عمل خدماتو کې د افغانستان او پاکستان څانګې مشر، ډرین دریا به د هغه دندې په غاړه واخلي.
نیکولسن ټینګار وکړ چې “زما استعفا په هیڅ ډول د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په چلند کې بدلون نه ښیي.”
توماس نیکولسن د ۱۴۰۰ کال د جوزا څخه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه کار پیل کړ.
څو میاشتې وروسته له هغه چې هغه خپل کار پیل کړ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت سقوط وکړ او طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد څخه کابل ته ننوتل.