اروپايي ټولنې په ګاونډیو هیوادونو کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو او افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۳۶ میلیونه یورو ځانګړي کړل. د معمار پرس د خبر له مخې؛ اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د سلګونو زرو داخلي بې ځایه شویو خلکو او افغان کډوالو لپاره یې د اساسي خوندیتوب خدماتو چمتو کولو، د ژوند فرصتونو رامینځته کولو او نورو اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره ۳۶ ملیون یورو ځانګړي کړي دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې خبرپاڼه چې د شنبې په ورځ، د جدي په ۲۹مه خپره شوه، وايي چې دې ټولنې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی. دا پروګرام به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې پیل شي او د ۲۰۲۷ کال تر دسمبر پورې به دوام وکړي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=117372
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 117372
منتشر شده در 3:29 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email