اتمر: طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي/بین الافغاني خبرې باید وشي

memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1164
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1164
کې خپور شو 4:31 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو د ناقانونه ادارې پر ځای باید بین الافغاني خبرې وشي، څو د خلکو د خوښې او د نوي سیاسي او نظامي تړون پر بنسټ نوي نظام رامنځته شي.

هغه چې د افغانستان په تېر حکومت کې یې په بېلابېلو پوستونو لکه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی، وايي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت نه درلودل د ټولو اوسنیو بحرانونو سرچینه ده.

ښاغلي اتمر وویل، هغه کړکېچونه چې اوسمهال زموږ هېواد اغېزمن کوي، له ملي او نړیوالې همکارۍ پرته د حل لاره نشته. خو د دغه ډول ملي او بین المللي همکاریو په لاره کې اساسي خنډ د موجوده حکومت مشروعیت نه درلودل ده او تر هغه چې دا ستونزه همداسې روانه وي، د بحرانونو حل ممکن نه دی.»

د سولې او عدالت ملي غورځنګ وايي، سلګونه سیاسي شخصیتونه یې سره راټول کړي دي. په غونډه کې د دغه حرکت د شتون په اعلانولو سره وویل شول چې د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره به ډېر ژر سیاسي خبرې پیل شي.

حنیف اتمر وايي، په لومړي ګام کې باید په افغانستان کې مشروع نظام جوړ شي. “ناجائز نظام او ادارې باید په داسې مشروع نظام او ادارې بدلې شي چې مشروعیت یې یوازې د خلکو په رایو او د افغانستان د ټولو خلکو په اراده ترلاسه شي.”

د سولې او عدالت ملي غورځنګ ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

دغه سياستوال نړيوالې ټولنې ته خبردارى ورکړ، چې که دا کار ونه شي، د افغانستان د کړکېچ به نه يوازې د دغه هېواد پر خلکو، بلکې ټولې نړۍ اغېزمنې کړي.

نوموړي د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې بې غوري ته په اشارې سره وويل: “بهرنيان کولاى شي د يوې ټاکلې مودې لپاره له دغه مسووليت څخه سرغړاوى وکړي او د وړو موخو په تر لاسه کولو سره خپل لويو موخو قرباني کړي، خو موږ له خپل مسووليت څخه سر نه شو اخيستى.”

نوموړي امریکا او طالبانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ښاغلي اتمر خواشیني څرګنده کړه چې د دوحې په تړون کې له څلورو مهمو مادو څخه؛ د افغانستان د ترهګرو په مرکز نه بدلېدل، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د سیاسي اجماع لپاره هوکړه، یوازې یوه خبره عملي شوه: د بهرنیو ځواکونو وتل.

حنیف اتمر طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دایمي سوله غواړې، خپلې ژمنې پوره کړه. بین الافغاني خبرې وکړئ، ترڅو یوې هراړخیزې موافقې ته ورسیږو.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
افغانستان-و-یونما
د مخدره موادو د مبارزې په لړ کې د طالبانو او یوناما ټینګار پر نړیوالو همکاریو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال او د ملګرو ملتونو د سیاسي څانګې رئیس ترمنځ د لیدنې پر مهال، دواړو خواوو د کښت، قاچاق او د روږدو درملنې په برخه کې د ګډو هڅو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
172202501
د پاکستان دفاع وزير: په کابل کې اصلي قدرت د هند د استازو ځواکونو په لاس کې دی
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزير، د استانبول په خبرو اترو کې د طالبانو هیئت بې‌صلاحیته وباله او ادعا یې وکړه چې «په کابل کې اصلي قدرت د هغو عناصرو په لاس کې دی چې د هند د استازی ځواک په شکل بدل سوي دي.»
Tajikistan-
تاجیکستان د طالبانو سفیر رسماً قبول کړ
د خبري سرچینو د راپور له مخې، له هغه وروسته چې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د دوشنبې ښار ته سفر وکړ، د تاجیکستان چارواکو د طالبانو سفیر په رسمي توګه ومنه.
حنفی-وردک-1
پاکستان ته د طالبانو خبرداری: که تیری وکړئ، سخت ځواب به درکړو
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، پاکستان ته د “ ورته او سخت ځواب” ګواښ کړی او خبرداری یې ورکړی چې طالبان د هر ډول پوځي تجاوز په وړاندې د دفاع لپاره چمتو دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.