د معمار پرس د خبر له مخې؛ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس دا څرګندونې په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې چی په افغانستان کې توکمیز ډولونه کله کله د تبعیض یوه بهانه ده. پاپ فرانسیس وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې له غمجنو پېښو سره مخ شوی دی او بې ثباتۍ، جګړې، داخلي شخړو او له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونې ډېری خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي. د واتیکان خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې پاپ فرانسیس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو او په پاکستان کې د مېشتو پښتنو لږکیو د ناوړه وضعیت یادونه هم وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، دین باید د تاوتریخوالي او کرکې د وسیلې په توګه ونه کارول شي، بلکې د ولسونو ترمنځ د ورورګلوۍ د رامنځته کولو لپاره باید وکارول شي.

- 54
- کې خپور شو 12:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 9970
- August 10, 2024
- کې خپور شو 12:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 9970
- August 10, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:23 - August 10, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9970
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
4 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
5 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments