د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په کابل کې د دغه سازمان د دفتر (یوناما) د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.
اوتونبایوا د کاناډا ډیپلوماتې دیبرا لاینز ځای ناستی شو.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن اوتونبایوا د رهبرۍ، ډیپلوماسۍ، ملکي مشارکت او نړیوالو همکاریو په برخه کې له ۳۵ کلونو زیاته مسلکي تجربه لري.
هغه په مختلفو پوستونو کې په شمول د قرغزستان ولسمشر (۲۰۱۰-۲۰۱۱) او درې ځله د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی ده.
مېرمن اوتونبایوا په ګرجستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
هغه اوس مهال د منځګړیتوب په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د لوړې کچې مشورتي بورډ غړی او په قرغزستان کې د روزا اوتونبایوا نوښت بنسټ مشره ده.
اغلې اوتونبایوا د مسکو له دولتي پوهنتون څخه په فلسفه کې دوکتورا لري او په قرغیز، روسي او انګلیسي ژبو روانی ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخوانۍ ځانګړې استازې دیبرا لاینز ماموریت په جوزا میاشت کې پای ته ورسېد. هغه په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره “ډیر مهم دی او باید هېر نه شي”.
په دې وروستیو کې د یوناما سیاسي مرستیال او الماني ډیپلومات مارکس پوتزل د دغه دفتر مشري پر غاړه درلوده.