په پنجشېر کې د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکيم د دغه ولايت ځوانانو ته د څه باندې درې زره دولتي او پوځي پوستونو د تخصيص اعلان وکړ. نوموړي اعلان وکړ، چې سږ کال د پنجشیري ځوانانو ته په سیمه ییزو پولیسو کې دوه زره، په اردو کې ۶۰۰ او په اداري څانګو کې ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي دي. طالبانو دغه کار د پنجشیر ځوانانو ته د کار د لازیاتې اسانتیا او د بیکارۍ د کمولو په هدف کړی دی. په دې دندو کې د نظامي، اداري، تخنیکي او خدماتو په ګډون مختلف پوستونه شامل دي. دغه راز دپنجشير ولايت په بيلابيلو سيمو او دښځو او نارينه و ترمنځ د دغو فرصتونو دبرابرولو لپاره هلې ځلې شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9864
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9864
منتشر شده در ۱۲:۵۹ - اسد ۱۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email