د معمار پرس د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرجۍ وزارت چارواکو نن (شنبه د اسد ۱۳مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د ۱۴۰ کوچنیو آبي بندونو د تطبیق کار پیل شوی چې له دې جملې څخه ۱۱۷ پروژې بشپړې شوي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې په هرات ولایت کې د پاشدان بند د جوړولو کار یو ځل بیا پیل شوی، د فراه ولایت د بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې ۳۷ سلنه پرمختګ کړی او په کابل کې د شاه او عروس بند او د کمال خان بندونه د درېیم فاز د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9852
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 9852
منتشر شده در 5:31 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط