pashto.memaarpress.com
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=985
۳ کلونه پیش
شماره خبر 985
منتشر شده در 12:42 ق.ظ

د شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري (رح) د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاند پيغام او وضاحت
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد وتلی او زړور دیني عالم مولوي مجیب الرحمٰن انصاري د دین او اسلام د دښمنانو لخوا په یو ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.
د الله تعالی له درګاه څخه شهید شیخ صاحب انصاري ته جنة الفردوس او خپلوانو، متعلقینو او شاګردانو ته يې صبرجمیل او اجر جزیل غواړو. په ولس کې د شیخ مجیب الرحمن انصاري رحمه الله نفوذ، د اسلامي نظام په اړه یې موقف ګیریو او د خوارجو او بغاوتګرو پر وړاندې یې پرله پسې دریځونو ته په کتو، د استخباراتو لوی ریاست ته له نورو امنيتي ارګانو سره په هماهنګۍ لارښونه شوې وه چې د انصاری صاحب امنیت او خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي چې همداسې شوي او د شهادت تر وخته یې هېڅ ډول بې غوري او غفلت نه دی کړی، چې لنډيز یې په لاندې ډول له هيوادووالو سره شریکوو: ۱: شیخ صاحب ته محافظین، د مرمۍ ضد موټر، اسلحه او نور وسايل ورکول شوي وو او له خپل مسجد او مدرسې بهر به چې نوموړي په هره جلسه او اجتماع کې برخه اخيسته اضافي امنيتي کسان به ورکول کيدل او له مخکې څخه به یې ساحه ورته تر امنیتي پوښښ لاندې راوستله. ۲: درې اوونۍ مخکې د استخباراتو لوی ریاست یو عالي رتبه هیأت یوازې د هرات ولایت د علماء کرامو د ساتنې او خوندیتابه په موخه هرات ته سفر وکړ او هلته یې د علماوو د ساتنې او امنیت د تأمین په موخه خپل ټول اجراات ترسره کړي وو، د شهيد شيخ صاحب د مدرسې اړونده مسؤلينو ته د مدرسې د امنيت لپاره د لازمو امنيتي تدابيرو هدایت کړی وو، شخصاً یې شهيد شيخ انصاري صاحب ته د ټولو تهديدونو په اړه معلومات ورکړي وو او متوجه کړی یې وو. ۳: دوې ورځې مخکې د مشهور تکفیري ملا عیسی په مشرۍ یوه څلور کسیزه ډله چې د شیخ مجیب الرحمن د ترور دنده یې په غاړه درلوده له منځه یوړل شوه. ملا عیسي د هرات په سطحه د خوارجو مشري په غاړه درلوده. ۴: د دین محمد په مشرۍ د فراه ولايت يو مشهور داعشي چې د هيواد په لويديځ کې یې د علماوو د ترور دنده درلوده او په فراه ولایت کې د داعشیانو مسؤل وو، تيره ورځ په فراه کې په يو لړ عملياتو کې ووژل شو او د دوی د ګروپ درې کسان ژوندي ونيول شول. دا چې علماء له خلکو سره پراخې، دوامداره او ژورې اړیکې لري، په یاده برخه کې چې ترڅو په خپله علماء کرام هم لازم احتياط ونکړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی، متأسفانه چې علماء کرام د خپلې تقوا او تواضع له وجې له خوش باورۍ نه کار اخلي مګر بیا هم څه چې د الله له لوري مقدر وي هغه رسیږي. د دیني علماء کرامو په شهادت د اسلام دښمنان او د‌ دوی پروژې نشي کولای، په افغانستان کې د حاکم اسلامي شرعي نظام د تحکيم او ملاتړ په اړه د افغانستان د متدين ولس او دیني علماء کرامو ارادې کمزورې کړي، د ديني علماء کرامو شهادت به رنګ راوړي او ډير ژر به د اسلام د دښمنانو او د خوارجو د محوې وروستۍ او قاطع څپه پيليږي.

  په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په کندهار کې د طالبانو بېړنۍ غونډه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

تثبیت هویت بیش از ۲.۷ میلیون نفر در سال ۱۴۰۳
په ۱۴۰۳ کال کې د ۲.۷ ملیون څخه زیاتو خلکو هویت تصديق شوې
۱۸ ساعتونه پیش
وزیر دفاع پاکستان: مخالفان اخراج اجباری مهاجران، دشمنان کشور‌اند
د پاکستان دفاع وزیر: د کډوالو د جبري شړلو مخالفین د هیواد دښمنان دي
۱۸ ساعتونه پیش
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۱۹ ساعتونه پیش
گفت‌وگوی وزرای خارجه پاکستان و امریکا درباره حل مشکل تجهیزات نظامی در افغانستان
د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې
۱۹ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

په ۱۴۰۳ کال کې د ۲.۷ ملیون څخه زیاتو خلکو هویت تصديق شوې
۱۸ ساعتونه پیش
تثبیت هویت بیش از ۲.۷ میلیون نفر در سال ۱۴۰۳
د پاکستان دفاع وزیر: د کډوالو د جبري شړلو مخالفین د هیواد دښمنان دي
۱۸ ساعتونه پیش
وزیر دفاع پاکستان: مخالفان اخراج اجباری مهاجران، دشمنان کشور‌اند
د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې
۱۹ ساعتونه پیش
گفت‌وگوی وزرای خارجه پاکستان و امریکا درباره حل مشکل تجهیزات نظامی در افغانستان
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د سویلي کوریا سره لوبه کوي
۲۰ ساعتونه پیش
تیم ملی فوتبال زیر ۱۷ سال افغانستان برابر کوریای جنوبی به میدان می‌رود
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو پراختیا
۲۱ ساعتونه پیش
گسترش روابط اقتصادی سه‌جانبه افغانستان، ازبکستان و پاکستان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو په تدریجي راستنیدو او د افغانستان په بیارغونه کې په ګډون ټینګار وکړ
۲۱ ساعتونه پیش
تأکید وزیر خارجه ایران بر بازگشت تدریجی مهاجرین و سهم‌گیری در بازسازی افغانستان
ټرمپ: افغانستان ته بشري مرستې باید ودرول شي
۲۲ ساعتونه پیش
ترامپ: کمک‌های بشردوستانه به افغانستان باید متوقف شود
له یو ملیون څخه ډیر غیرقانوني کډوال بیرته راستانه شوي دي
۲۳ ساعتونه پیش
بیش از یک میلیون مهاجر غیرقانونی بازگشت داده شد!

گزارش و مصاحبه

درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۲ ورځې پیش
3:03 ب.ظ
فصیحی غزنوی
روز جهانی قدس و اهمیت مسئله فلسطین؛ فصیحی غزنوی: قدس نماد وحدت امت اسلامی است
«تاریخ نشان داده که هیچ اشغالگری نمی‌تواند برای همیشه دوام بیاورد و اراده ملت‌ها قادر است معادلات سیاسی را دگرگون کند. تحولات اخیر در منطقه و جهان، کاهش قدرت رژیم صهیونیستی و افزایش پشتیبانی از فلسطین، چشم‌اندازی امیدوارکننده‌تر برای آینده قدس رقم زده است.»
۲ اونۍ پیش
5:45 ب.ظ
نخست‌وزیر جدید کانادا: هرگز بخشی از امریکا نخواهیم شد
د کاناډا نوی صدراعظم: موږ به هیڅکله د امریکا برخه نه شو
۴ اونۍ پیش
1:35 ب.ظ
مصاحبه با مجیب الرحمان شمال - دموکراسی در افغانستان
مصاحبه با نجیب الرحمان شمال – دموکراسی در افغانستان
۱ میاشت پیش
5:25 ب.ظ
نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
مصاحبه – نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
۱ میاشت پیش
5:23 ب.ظ
آیا-حکومت-طالبان-واقعاً-متعلق-به-همه-مردم-افغانستان-است
آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
طالبان تنوع فرهنگی، مذهبی و زبانی را تهدیدی برای بقای خود می‌دانند . آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
۱ میاشت پیش
4:36 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications