د طالبانو دفاع وزارت: په بګرام کې د هوايي دفاع په برخه کې د چین د مرستې خبر حقیقت نه لري

وزارت-دفاع

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دوشنبې په ورځ (د اسد ۸مه) وویل چې په بګرام کې د هوايي مدافعې په نصبولو کې د چین د مرستې په اړه د دغه وزارت له لوري خپور شوی مکتوب جعلي دی. تر دې وړاندې په ځینو سیمه ییزو رسنیو کې یو لیک خپور شوی و چې په کې د چین په همکارۍ د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول په اړه د چمتووالي یادونه شوې وه. د پنجشنبې په ورځ، د اسد په څلورمه، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې ته په اشارې سره وویل چې دا ډله هڅه کوي د هوايي حریم کنټرول په لاس کې واخلي.

بیشتر بخوانید:  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین په جګړه کې عادلانه موافقې ته رسیدل باید د سرغړونې وړ نه وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x