د معمار پرس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، هغه کسان چې د امریکا د کانګرس په غونډه کې ګډون کوي، د خپلو شخصي موخو لپاره د بشري حقونو د دفاع تر نامه لاندې ګډون کوي. ښاغلي شاهین زیاته کړه: “هغه کسان چې په دا ډول غونډو کې ګډون کوي او یا هلته څه وايي، د افغان ښځو استازیتوب نه کوي، بلکې د بشري حقونو تر شعارونو لاندې د شخصي او سیاسي موخو لپاره ګډون کوي.” د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمیسیون په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان د چارو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د چارواکو په حضور کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9734
- کې خپور شو 3:52 ب.ظ
- د خبر شمیره 9734
- July 29, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9734
- کې خپور شو 3:52 ب.ظ
- د خبر شمیره 9734
- July 29, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:52 - July 29, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



