د طالبانو د استخباراتو مشر تایید کړه چې د افغانستان د ملي امنیت ټول پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې نوي ځواکونه ګمارل شوي دي. عبدالحق وثیق وویل چې دا اداره د تیرو ناغوښتونکو عناصرو څخه په بشپړه توګه پاکه شوې او د “اسلامي ټولنې” څخه “نوي کدرونه” ځای په ځای شوي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۴مه) په کابل کې د طالب ځواکونو د درناوي په مراسمو کې وکړې چی په تېرو وختونو کې د څارګرې ادارې کار په خپل سر د بهرنیانو نیول، شکنجه، قتل او جاسوسي وه، خو د ده په وینا د طالبانو په راتګ سره د پخوا په څېر له «ناغوښتونکو عناصرو» پاک شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9703
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9703
منتشر شده در ۱۲:۱۳ - اسد ۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email