د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کانکور له لوړ پوړو محصلینو سره په کتنه کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو پر زده کړې ټینګار وکړ. طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې عبدالکبیر دغه خبره کړې ده چی عصري علوم د ټولنې اړتیا ده او د طالبانو امارت د دیني زده کړو تر څنګ د پوهنتونونو او عصري تعلیمي مرکزونو ودې ته ډېره پاملرنه کوي. نوموړي اعلان وکړ چې اسلامي امارت د عصري پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو پراختیا ته ژمن دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هر ډول عصري زده کړو ملاتړ کوي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9685
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 9685
منتشر شده در 3:36 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط