د پاکستان دفاع وزیر: اسلام اباد باید د افغانانو د کوربه توب په اړه له سره غور وکړي

د پاکستان دفاع وزیر: اسلام اباد باید د افغانانو د کوربه توب په اړه له سره غور وکړي

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د وروستي برید وروسته چې ویل کېږي په جرمني کې مېشتو افغانانو ترسره کړی، د پاکستان د دفاع وزیر له خپل حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو پر کوربه توب له سره غور وکړي. په فرانکفورت کې پر سفارت له برید وروسته د اسلام اباد حکومت په برلین کې د جرمني چارواکو پر ضد د اعتراض په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د دغه هېواد شارژدافیر هم وربللی و. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کړې ده چی د بلواګرو یوې ډلې په فرانکفورت کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برید وکړ او د جرمني د امنیتي ځواکونو له ناکامۍ وروسته یې د پاکستان د ډیپلوماتیکو ودانیو په ساتنه کې له ناکامۍ وروسته برلین ته اعتراض وکړه. اسلام اباد د بلواګرو دغه برید او همدارنګه د پاکستان د ډیپلوماتیکو ودانیو په ساتنه کې د جرمني د امنیتي ځواکونو ناکامي غندلې ده.

بیشتر بخوانید:  سپینه ماڼۍ: د امریکا خلک د اوکراین د جګړې له تمویل څخه ستړي شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x