د افغانستان له ګواښونو سره مبارزه د شانګهای د اجنډا په سر کې ځای لري

د افغانستان له ګواښونو سره مبارزه د شانګهای د اجنډا په سر کې ځای لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ورشینین د ملګرو ملتونو او سیمه ییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: د شانګهای د همکارۍ سازمان یو له ټاکلو لومړیتوبونو څخه د تروریزم، بېلتونپالنې، افراطیت، د نشه یي توکو قاچاق او د نړیوالو سازمان شویو جرمونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګواښونو سره مبارزه ده. همداراز د سیمه ایزو سازمانونو لکه د ډله ایز امنیت د تړون سازمان، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ملګروملتونو د ګډو ګټو له سازمانونو سره د ملګرو ملتو د همکارۍ په بیانیه کښې وویل چی موږ د افغانستان په اړه د سیمه ییزو مسلو په اړه د همغږۍ پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوو. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش شتون رد کړی و او په وار وار یې ویلي وو چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.

بیشتر بخوانید:  صالح: سیاستوال باید د طالبانو پر وړاندې وسله وال مقاومت پیل کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x