د معمار پرس د خبر له مخې: د دې خونې مسوولینو له ترکي پلاوي سره د کتنې پر مهال د افغانستان پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه او همداراز یې د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس او دوه اړخیزو غونډو د جوړولو وړاندیز وکړ. په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر مرستیال عمر نعمان دوغروقل هم افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو نقطه بولي او ووایی چی د سیمې او نړۍ د نښلولو لپاره باید د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یو ګډ ارتباطي پل جوړ شي. د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د افغانستان د خصوصي سکټور او د ترکيې د سوداګرۍ د اخلاقي ټولنې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوې وه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9567
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9567
منتشر شده در ۱۶:۱۶ - سرطان ۳۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email