د ملګرو ملتونو هڅې نړۍ ته د طالبانو سره د خبرو اترو لاره پرانیزي

د ملګرو ملتونو هڅې نړۍ ته د طالبانو سره د خبرو اترو لاره پرانیزي

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په څانګه کې د سولې د ملاتړ مسوولې الیزابت سپیهر د امنیت شورا په غونډه کې وویل: موږ هڅه کوو چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل پراخ کړو او د افغانستان ننګونو ته د پایداره حل لارې موندلو زمینه برابره کړو. د مېرمن سپېر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روانې مياشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو سازمان په دوحه کې د افغانستان لپاره د درېيمې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د تېرو دوو پړاوونو برعکس طالبانو هم حضور درلود. خو په دې غونډه کې د طالبانو شتون د ځینو هېوادونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شو. تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغو هڅو پایلې به څه وي او ایا د افغانستان د کړکېچ په حل او په هېواد کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د تاجکستان او قرغزستان د سرحدي هوکړې هرکلی وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x